رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې پر موږ به واکمنان وګمارل شي، چې مونږ به یې ځیني عملونه پيژنو؛ چې د شریعت سره سمون لري، او د دوی له ځینو کارونو به انکار کوو، ځکه چې د شریعت خلاف دی، نو چا چې منکر کار په زړه کې بد وګاڼه پداسې حال کې چې منع کول به یې په وسه کې نه وه، نو له ګناه او منافقت څخه وژغورل شو، او چا چې کولی شو په لاس او یا ژبه یې منع کړي، نو هغوی پرې رد وکړ، نو دی له ګناه کولو او یا پکې له ګډون کولو څخه سالم پاتې شو. خو چا یې چې په کړنو خوښي څرګنده کړه او له هغوی څخه یې پیروي وکړه، نو دوی به هم هلاک شي لکه څرنګه چې هغوی هلاک شول. بیا دوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې، آیا د همداسې واکمنانو سره ونه جنګیږو چې دا صفتونه ولري؟ نو هغه لدې کار څخه منع کړل، او ویې وییل: نه، تر هغه پورې چې په تاسو کې لمونځونه قایموي.