رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې د حاکمانو له اطاعت څخه ووځي او د اسلام له هغې ډلې څخه جلا شي چې له امام سره یې بیعت کړی وي او په همدې حالت کې مړ شي، نو هغه د جاهلیت د خلکو په مرګ مړ شو، هغه خلک چې د امیر اطاعت یې نه کاوه، د یو جماعت سره نه یو ځای کېدل، بلکې دوی بېلابېلې ډلې او ټپلې وې چې یو بل به یې سره وژل. او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې د داسې بیرغ لاندې وجنګیږي چې حق لورى پکې له باطل څخه روښانه نه وي، یوازې د خپل قوم یا خپلې قبیلې لپاره د تعصب په خاطر غصه کیږي؛ نه د دین او حق د ملاتړ لپاره، نو له بصیرت او پوهې پرته د تعصب له مخې جنګیږي، که چېرته پدې حالت کې ووژل شو، مرګ یې لکه د جاهلیت د مرګ په څېر دی. او دا چې څوک د محمد صلی الله علیه وسلم د امت پر وړاندې بغاوت وکړي، نېک او فاجر دواړه یې وژني، او څه چې کوي هېڅ پروا یې نه ساتي او د هغه له امت څخه د مؤمنانو د وژنې له سزا څخه نه وېریږي، او د کافرانو سره یې چې له چاسره تړون کړی او یا یې د خپلو چارواکو سره تړون کړی، نو وفا پرې نه کوي بلکه ماتوي یې، نو دا لویه ګناه ده، او چا چې دا ګناه وکړه، نو د سخت ګواښ مستحق دی.