ابوهريره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه د بیانولو په موخه يوه برخه را نقلوي او وايي چي کله به د لمانځه لپاره پاڅېده نو تحریمه تکبیر به يې وکړ، بیا به چې کله رکوع ته تللو نو تکبیر به یې وکړ او کله به چې سجدې ته تللو، او کله به یې چې له سجدې څخه سر راپورته کاوه، او کله به یې چې دویمه سجده کوله، او کله به یې چې ترې سر راپورته کاوه، او کله به چې له دوو لومړیو رکعتونو څخه راپورته کېده وروسته لدې چې لومړي تشهد ته به په درې رکعتي او څلور رکعتي لمونځونو کې کېناسته، بیا به یې په ټول لمانځه کې همداسې کول تر دې چې لمونځ به یې بشپړ کړ، او کله به یې چې ملا له رکوع څخه پورته کوله نو : سمع الله لمن حمده به یې وییل او بیا به یې په ولاړه وییل : ربنا لک الحمد. بیا چې ابو هریره کله له لمانځه څخه سلام وګرځاوه نو وییل به یې: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې ده، زه په تاسو ټولو کې په لمانځه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته ورته والی لرم، چې همدا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه طریقه وه تر دې چې له دنیا څخه یې رحلت وکړ.