رسول الله صلی الله علیه وسلم ابن مسعود رضي الله عنه ته هغه تشهد ور زده کړ چې په لمانځه کې وېیل کېږي، پداسې حال کې چې د ابن مسعود لاس یې په دواړو لاسونو نیولی و، تر څو د ابن مسعود پام ځانته را واړوي، تشهد یې داسې ور زده کړ لکه څرنګه یې چې د قرآن یو سورت ور زده کاوه. دا کار د دې تشهد الفاظو او معنا ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاملرنه ښيي. نو ویې فرمایل: "التَّحِيَّات لله": دا هره هغه وینا او عمل دی چې پر تعظیم دلالت کوي، چې د ټولو حقدار الله جل جلاله دی. "الصَّلَوَاتُ": دا هغه پېژندل شوی لمونځ دی چې د الله تعالی لپاره یې فرض او نفل کیږي. "الطَّيِّبَاتُ": دا هغه ښې ویناوې، عملونه او پاکیزه صفتونه دي چې د کمال څرګندونه کوي او د ټولو حقدار الله جل جلاله دی. "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته" هغه ته له هر مصیبت او ضرر څخه د خوندي پاتې کېدلو او د هر ډول خیر او ښېګڼې د زیاتوالي دعا ده. "السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين": د لمونځ کوونکي او په اسمان او ځمکه کې د هر صالح بنده لپاره د خوندیتوب دعا ده. "أشهد أن لا إله إلا الله": يعنې زه په ټينګه اقرار کوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته. "وأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ ورسولُهُ": او زه پدې اقرار کوم چې هغه د الله بنده دی او رسالت یې تر ټولو وروستی او د پيغمبرۍ لړۍ لره پای ته رسوونکی دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کوونکی وهڅاوه چې هر ډول دعا وغواړي نو غوره دې کړي.