نبي ﷺ جومات ته ننوت، نو ورپسې یو سړی داخل شو او دوه رکعته لمونځ یې په بیړه ادا کړ چې نه یې په ولاړه، نه رکوع او نه سجده کې اطمینان درلود، دا په داسې حال کې چې نبي ﷺ د هغه لمانځه ته کتل، نو کله چې سړی د نبي ﷺ خواته راغی چې هغه د جومات په یوه څنډه کې ناست و، نو سلام ئې وکړ، نبي ﷺ یې سلام ته ځواب ورکړ او ورته ویې ویل: بېرته ولاړ شه او لمونځ دې بیا ادا کړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی. سړی بېرته ولاړ او په بیړه یې لمونځ وکړ لکه څنګه یې چې مخکې کړی و، بیا راغی او رسول ﷺ ته یې سلام وکړ، رسول ﷺ ورته وویل: بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه؛ ځکه تا لمونځ نه دی کړی، دا کار یې درې ځلې تکرار کړ. سړي وویل: «په هغه ذات قسم چې ته یې په حقه راستولی یې، له دې یې ښه نه شم کولی، ما ته یې رازده کړه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: کله چې لمانځه ته ودرېدې نو تکبیرة الإحرام ووایه، بیا فاتحه ولوله او هغه چې درته آسان وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې: خپل لاسونه پر زنګنونو کېږده، شا وغځوه او رکوع وکړه، بیا پورته شه او خپله شا سیده کړه ترڅو هډوکي خپل ځای ته ورسېږي او په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې مطمئن شې: خپل تندی او پوزه، لاسونه، زنګونونه او د پښو نوکان په ځمکه ولږوه، بیا پورته شه ترڅو په ناسته کې سکون ومومې دا کارونه په هر رکعت کې تکرار کړه.