explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښ ګڼل چې د سهار په دوو سنت رکعتونو کې له فاتحې وروسته په لومړي رکعت کې: {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ} او په دویم رکعته کې {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} سورت ولولي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د سهار په سنتو کې له فاتحې نه وروسته د دې دوو سورتونو لوستل مستحب دي.
  • دې دواړو سورتونو ته د الإخلاص سورتونه وایي؛ ځکه چې د الکافرون په سورت کې له ټولو هغو شیانو څخه بېزاري ده چې مشرکان یې له الله جل جلاله پرته عبادت کوي، او دا چې هغوی د الله بندګان نه دي، ځکه چې شرک یې عملونه بربادوي، او دا چې هم هغه الله د عبادت مستحق دی، او ځکه چې د الاخلاص په سورت کې د الله تعالی یووالی، هغه ته اخلاص او د هغه د صفتونو بیان شوی دی.