يو صحابي ته يو سړى راغى او د هغه منبر په اړه یې ترې پوښتنه وكړه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم كارواه؛ چې له څه شي څخه جوړ شوی و؟ دوی په دې اړه بحث او اختلاف کړی و، نو دا خبره یې ورته یاده کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو یوې ښځې ته چې ترکاڼ غلام یې درلوده یو څوک ورولیږه او ورته یې وویل: چې: غلام ته دې امر وکړه چې یو منبر راته جوړ کړي تر څو پرې خلکو ته د خبرو پر مهال کېنم، نو مېرمنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې ته لبیک ووایه او خپل غلام ته یې امر وکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ځنګله د غز له ونې څخه منبر جوړ کړي، نو کله یې چې له جوړولو څخه فارغ شو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ولیږه، هغه امر وکړ چې په جومات کې د منبر پر ځای کې کېښودل شي، نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې لمونځ وکړ، تکبیر یې ووایه او رکوع یې پرې وکړه پداسې حال کې چې د منبر د پاسه و، بیا راکوز شو او لږ غوندې شاته یې قدم واخیست پرته لدې چې شاته مخ واړوي، نو د منبر په بېخ کې یې سجده وکړه بیا بېرته وخوت، نو کله چې له لمانځه څخه فارغ شو خلکو ته یې مخ کړ ، او ویې وییل: اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې اقتدا راپسې وکړئ او د دې لپاره چې زما لمونځ زده کړئ.