صحابي ابو موسی الأشعری رضي الله عنه لمونځ وکړ، نو کله چې هغه قعدې ته ورسېده چې تشهد پکې دی، نو شاته یې له لمونځ کوونکو څخه یو سړي وویل: په قرآن کې لمونځ د نیکۍ او زکات سره یو ځای یاد شوی دی، نو کله چې ابو موسی رضي الله عنه له لمانځه څخه فارغ شو مقتدیانو ته یې مخ وروګرځاوه، نو پوښتنه یې ترې وکړه، په تاسو کې چا دا وینا وکړه چې : په قرآن کې لمونځ د نیکۍ او زکات سره یو ځای یاد شوی دی؟! نو خلک چپ شول، او لدوی څخه هېچا خبرې ونه کړې، نو یو ځل بیا یې ترې پوښتنه تکرار کړه، کله چې هېچا ځواب ورنکړ، ابو موسی رضي الله عنه وویل: اې حطانه! کېدی شي تا به ویلي وي! د هغه د جرأت له امله او دا چې هغه ته نږدې و او له هغه سره یې اړیکه وه، او دا چې د هغه تور پورې کول یې نه زوروي، او د دې لپاره چې د دې کار اصلي تر سره کوونکی اقرار کولو ته اړ باسي، نو حطان انکار وکړ او ویې وییل: یقینا زه ووېرېدم چې ته به پرې ما ورټې پدې ګمان چې ما به ویلي وي؛ همدا و چې یو سړي وویل: ما دا خبره کړې ده، او له خیر پرته مې بله اراده نه درلوده، نو ابو موسی هغه سړي ته د ښوونې په موخه وویل: آیا تاسو نه پوهیږئ چې په خپلو لمونځونو کې څه ووایئ؟! دا یې په هغه د رد په موخه وویل: بیا ابو موسی خبر ورکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل هغوی ته خطبه ورکړه، نو هغوی ته یې د هغوی شریعت بیان کړ، او لمونځ یې وروښوده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله مو چې لمونځ کاوه نو صفونه ودروئ او پکې برابر شئ، بیا دې ستاسو څخه یو امامت وکړي، نو کله چې امام تحریمه تکبیر وکړ، تاسو هم د هغه په څېر تکبیر وکړئ او کله یې چې فاتحه ولوستله او {غير المغضوب عليهم ولا الضالين} [الفاتحة: 7]، ته ورسېده، نو تاسو آمین ووایئ؛ کله مو چې دا کار وکړ الله تعالی به ستاسو دعا قبوله کړي، کله یې چې تکبیر وکړ او رکوع یې وکړه، نو تاسو هم تکبیر ووایئ او رکوع وکړئ؛ یقینا چې امام ستاسو څخه مخکې رکوع کوي او ستاسو څخه مخکې له رکوع نه پورته کیږي، نو مه ترې مخکې کیږئ؛ ځکه هغه لحظه چې امام پکې ستاسو څخه مخکې رکوع ته تللی او تاسو پکې وروسته پاتې کیږئ، بېرته پدې سره جبرانیږي چې ستاسو څخه مخکې سر پورته کوي او تاسو ترې وروسته پاتې کیږئ، نو دا کمبود په هغې سره جبرانیږي، او د هغه د رکوع په اندازه ستاسو رکوع هم کیږي، او کله چې امام: سمع الله لمن حمده ووایي: نو تاسو ووایئ: اللهم ربنا لك الحمد، یعنې اې الله زمونږه ربه! تالره ستاینه ده، کله چې لمونځ کوونکو دا وویل بېشکه چې الله پاک یې دعا او وینا اوري، یقینا چې الله پاک د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژبه ویلي: سمع الله لمن حمده، یعنې الله د هغه چا وینا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، بیا چې کله امام تکبیر ووایه او سجده یې وکړه، نو پر مقتدیانو تکبیر ویل او سجده کول دي، یقینا چې امام له دوی څخه مخکې سجده کوي، او له هغوی څخه مخکې له سجدې نه پورته کیږي، نو دا په هغې سره جبرانیږي، او د دوی د سجدې اندازه هم د امام د سجدې په اندازه کیږي، او کله چې د تشهد قعدې ته ورسیږي نو د لمونځ کوونکو لومړۍ وینا باید دا وي: "التحيات الطيبات الصلوات لله" نو بادشاهي، بقاء او لویي یوازې الله تعالی لره ښایي، او همدا رنګه ټول پنځه وخته لمونځونه "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين"، نو له الله تعالی څخه د هر عیب، آفت، نقصان او فساد څخه سلامتیا وغواړئ؛ او خپل رسول صلی الله علیه وسلم په سلام وییلو سره ځانګړی کوو، بیا د الله تعالی په نیکو بندګانو سلام وایو؛ هغوی چې د الله تعالی او د بندګانو واجب حقونه یې ادا کړي دي، بیا ګواهي ورکوو چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، او ګواهي ورکوو پدې چې محمد د الله بنده او رسول دی.