له وائل بن حجر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ، هغه به ښي لور ته «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، او کیڼ لور ته : «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» داسې سلام ګرځاوه.
حسن - ابو داود روايت کړی دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل له لمانځه څخه ووځي نو ښي او کیڼ لور ته به یې داسې سلام ګرځاوه چې: لومړی به یې د (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) په ویلو سره ښي لور ته او د (السلام عليكم ورحمة الله) په ویلو سره کیڼ لور ته سلام ګرځاوه.
د حديث له ګټو څخه
د لمانځه څخه د وتلو لپاره (ښي او کیڼ لور ته) د سلام ګرځولو مشروعیت او دا چې سلام ګرځول د لمانځه له ارکانو څخه دي.
مستحب دي چې کله ناکله د سلام ګرځولو پر مهال د (وبرکاته) الفاظ ورزیات شي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوامداره توګه داسې نه کول.