رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی ورته د لمانځه پر مهال امر کړی چې د بدن له غړو څخه دې په اوو غړو سره سجده وکړي چې هغه عبارت دي له: لومړی: تندی: چې هغه د پوزې او دواړو سترګو د پاسه د مخ پورته برخه ده. او رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل لاس سره خپل مخ ته اشاره وکړه، تر څو واضحه کړي چې تندی او پوزه دواړه له اوو غړو څخه یو غړی دی، او پر دې د ټینګار لپاره چې سجده کوونکی به پوزه پر ځمکه لګوي. دویم او دریم غړی: دواړه لاسونه. څلورم او پنځم: دواړه زنګنونه. شپږم او اووم: د دواړو قدمونو ګوتې. او مونږ ته یې امر کړی چې د سجدې پر مهال به وېښتان نه غوټه کوو او یا دا چې خپل کالي به یو د بل د پاسه نه راټولوو، بلکې پرېږدو به یې تر دې چې پر ځمکه ولګیږي، نو د غړو سره به یو ځای سجده وکړي.