له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې په تاسو کې چا اودس وکړ او موزې یې واغوستې نو لمونځ دې په کې وکړي، او مسح دې پرې وکړي، او که خوښه يې وه نو بیا دی يې پرته له جنابته نه باسي». صحيح دی - الدار قطني روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې مسلمان کله له اودس نه وروسته موزې په پښو کړي او بیا یې اودس مات شي او غواړي چې اودس وکړي، نو که وغواړي کولای شي مسح پرې وکړي او لمونځ پکې وکړي او د یوې معلومې نیټې پورې به یې نه لرې کوي، خو که چېرته جنب شو بیا پرې د موزو وېستل او غسل کول لازم دي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په جرابو مسح کول روا نه دي مګر دا چې د بشپړ پاکوالي څخه وروسته اغوستل شوي وي.
  • د مقیم لپاره د مسحې موده یوه ورځ او شپه ده او د مسافر لپاره درې ورځې او شپې ده.
  • په موزو مسح کول یوازې د وړوکي اودس ماتي سره کېږي نه د لوی اودس ماتي سره، او د لوی اودس ماتي سره په موزو مسح نه کېږي، بلکې خامخا به موزې باسي او پښې به وینځي.
  • د یهودو پر خلاف په بوټانو او موزو او داسې نورو کې لمونځ کول مستحب دي کله چې له طهارت سره پښو شوي وي او پدې شرط چې لمونځ کوونکو ته یې ضرر نه وي، او یا دا چې جومات فرش نه وي، که چېرته فرش وي بیا دې ورسره لمونځ نه کوي.
  • په موزو مسحې کولو کې د دې امت لپاره اسانتیا ده.