رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو اصحابو په منځ کې ناست و، نو ویې فرمایل: دا هغه وخت دی چې علم پکې له خلکو څخه اخیستل کېږي، نو زیاد بن لبید انصاری رضي الله عنه حیران شو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه! ويې ویل: څرنګه به علم له مونږ څخه پورته او ورک شي؟! حال دا چې مونږ قرآن لوستلی او حفظ کړی دی، په الله قسم چې مونږ به یې ولولو، او خپلو ښځو، ماشومانو او د زامنو اولادونو ته به یې وښایو. رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیرانتیا سره وفرمایل: ستا مور دې پر تا بوره شي زیاده! ما ته د مدینې د خلکو په علماوو کې شمارلې! بیا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم واضحه کړه چې : د علم ورکېدل د قرآن د ورکېدلو په - معنا - نده، مګر علم په نه عمل کولو سره ورک کیږي او له منځه ځي. دا تورات او انجیل د یهودانو او مسیحیانو سره دي؛ خو بیا یې هم ورته ګټه نده رسولې، او د دواړو له مقصد څخه یې ګټه نده پورته کړې؛ چې هغه په علم باندې عمل کول دي.