له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «کله چې جنازه کېښودل شي او سړي یې پر خپلو اوږو بار کړي، نو که مړی نېک انسان وي وايي: وړاندې مې کړئ ( یعنې ژر مې یوسئ) او که ناصالحه (ګناهګار) وي وايي: هلاکت دی، چېرته یې وړئ؟ د دې غږ هر څه اوري پرته له انسانانو، او که انسانان یې واوري، نو بې هوښه به شي». صحيح دی - بخاري روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

پیغمبر ﷺ خبر ورکړی چې کله جنازه پر کټ کېښودل شي او سړي یې پر اوږو بار کړي، نو که چېرته د نېک انسان جنازه وي وايي:- ما وړاندې کړئ- یعنې ژر مې ځای ته ورسوئ، د هغو نعمتونو له امله چې دی یې ګوري او که ناصالحه وي، نو یو بدرنګه کړیکه به وکړي چې «هلاکت دی، دا چېرته وړئ؟! د هغه عذاب له امله چې دی یې خپلې مخې ته ګوري، غږ یې له انسانانو پرته هر څه اوري، او که انسانان یې واوري نو د شدت له امله به یې بي هوښه شي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • صالح انسان خاورو ته له سپارل کېدو وړاندې د نېکمرغۍ بشارتونه ویني، او کافر په دې حالت کې وېريږي؛ او کافر برعکس حالات ویني.
  • ځینې غږونه شته چې انسان یې نه شي اورېدلای، خو نور مخلوقات یې اوري.
  • سنت طریقه دا ده چې جنازه د سړیو پر اوږو یوړل شي، نه د ښځو؛ ځکه رسول الله ﷺ ښځې د جنازې پسې له تللو منع کړې دي.