explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: قیامت به تر هغه وخته پورې نه راځي تر څو مسلمانان او یهود یو له بل سره ونه جنګيږي. تر دې چې کله یهودي وتښتي تر څو د تېږي شاته له مسلمانانو څخه پټ شي؛ نو الله تعالی به تیږه ګویا کړي او مسلمان ته به غږ وکړي چې شاته یې یهودي دی، تر دې چې ورشي او ویې وژني.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ځینو غیبو او راتلونکي په اړه پوهه، د هغه څه له مخې چې الله تعالی یې په اړه خبر ورکړی وي، او دا چې خامخا به تر سره کیږي.
  • په آخره زمانه کې د مسلمانانو او یهودیانو تر منځ نخښته، او دا د قیامت له نښانو څخه ده.
  • تر قيامته پورې د اسلام د دين بقا او پر ټولو دينونو یې برلاسيتوب.
  • د الله تعالی په مرسته مسلمانانو ته پر دښمن بریا ورکول؛ چې له جملې څخه یې په وروستۍ زمانه کې د ډبرې خبرې کول دي.