explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مسلمان په خپل مسلمان ورور باندې ځینې حقونه بیان کړي دي. له دغو حقونو څخه یې لومړی دا دی چې سلام ور وګرځوې چا ته چې سلام درته واچوي. دویم حق: د مریض پوښتنه کول او زیارت ته یې ورتلل. درېم حق: جنازې پسې یې له کوره تر هدیرې پورې تلل تر دې چې دفن شي. څلورم حق: د بلنې منل کله چې بلنه ورکړي لکه د واده ولیمې او یا داسې نورو ته. پنځم حق: پرنجي کوونکي ته ځواب وییل: داسې چې هغه کله د پرنجې پر مهال الحمد لله ووایي نو ورته ووایي چې: یرحمک الله (الله دې پر تا رحم وکړي) بیا به پرنجی کوونکی ووایي: یهدیکم الله و یصلح بالکم (الله تعالی دې تاسو ته هدایت وکړي او ستاسو حال دې سم کړي).

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د اسلام عظمت؛ د مسلمانانو تر منځ د حقوقو په تامین او د دوی تر منځ د ورورګلوۍ او محبت په ټینګولو کې.