پیغمبر ﷺ څرګنده کړه چې یو مسلمان پر خپل مسلمان ورور د شپږ خویونو حق لري: لومړی: کله چې ورسره مخ شي نو د : السلام علیکم په وېیلو سره دې پرې سلام واچوي، او هغه به ورته په: وعلیکم السلام ځواب وایي. دويم: د هغه بلنه منل، که یې ولیمې یا کوم بل څه ته راوبلي. درېیم: که د نصیحت غوښتنه یې وکړه، نو صادقانه نصیحت ورته وکړه، مکر او دوکه ورسره مه کوه. څلورم: کله یې چې پرنجی وکړ او الحمد لله یې وویل: نو په: یرحمک الله سره ځواب ورکړه چې هغه درته: (یهدیکم الله ویصلح بالکم) ووایي. پنځم: دا چې د ناروغتیا پر مهال یې پوښتنه وکړي. شپږم: کله چې مړ شي، نو جنازه پرې کوي او تر خښېدو پورې ورسره ملتیا کوي.