له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ). صحيح دی - ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه نو: لومړی به یې په خپل لاس یا جامه په خولې کېښوده؛ تر څو یې له خولې یا پزې داسې څه را ونه وځي چې له امله یې ناست ملګري ازار شي. دویم: غږ به یې ټیټاوه او نه به یې پورته کاوه.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د پرنجي پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه او پدې کې د هغه پیروي کول.
  • د پرنجي پر مهال په ​​خوله او پوزه جامه او یا بل څه نیول مستحب دي، تر څو ترې داسې څه راونه وځي چې ناست کس ته زيان ورسيږي.
  • د پرنجي پر مهال د غږ ټېټول مطلوب دي، او دا کار بشپړ ادب او له غوره اخلاقو څخه دی.