explain-icon

تشریح

نبي ﷺ هغه چا ته لارښوونه کړې چې د سستۍ او یا زیات خوراک له امله خوله وازی (ارږمی) کوي چې خپل لاس دې پر خوله کېږدي او خوله دې بنده کړي، ځکه که چېرته یې خوله خلاصه پاتې شي نو شیطان ورننوځي، نو لاس اېښودل یې د داخلېدو مخنیوی کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • کله چې څوک وغواړي خوله وازی وکړي، نو تر خپلې وسې دې خپله خوله بنده وساتي تر څو خلاصه پاتې نه شي؛ که یې نه شو کولای چې خوله بنده وساتي، نو لاس دې پرې کېږدي او خوله دې پرې بنده کړي.
  • په ټولو حالاتو کې د اسلامي آدابو رعایتول اړین دي، ځکه چې دا د کمال او اخلاقو سرټکی دی.
  • د انسان د ګمراهۍ لپاره د ټولو شیطاني لارو څخه وېرونه.