explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې انسان په خپلو اخلاقو او عاداتو کې له خپل مخلص دوست او ملګري سره مشابهت لري او دوستي په اخلاقو، سلوک او کړنو باندې تاثیر لري، لدې امله یې د دوست د ښه انتخاب لپاره لارښوونه وکړه، ځکه چې دا د هغه ملګري ته د ایمان، هدایت او نیکۍ لارښوونه کوي، او د ملګري لپاره د خیر په کارونو کې مرستندوی وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د ښو خلکو په ملګرتیا امر کول او هغوی غوره کول او د بدو خلکو له ملګرتیا څخه ممانعت.
  • له ملګري څخه یې ځانګړې یادونه وکړه او خپلوان یې یاد نه کړ، ځکه چې ملګری ته انتخابوې او ورور او خپلوان هغه څوک دي چې ته یې د انتخابولو اختیار نه لرې.
  • ملګرتیا باید د تفکر له مخې وشي.
  • انسان د مؤمنانو په ملګرتيا خپل دين قوي کوي او د فاسقانو په ملګرتيا یې کمزوری کوي.