رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مسلمان ته له زیان رسولو او یا ورته د تکلیف رسولو په اړه خبرداری ورکړی دی؛ که دا تکلیف رسول د هغه په مال کې وي او یا ځان کې، او دا چې که څوک دا کار وکړي، نو الله تعالی به هغه ته سزا ورکړي او د هغه د کړني سره سم به یې مجازات کړي.