رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مسلمان کله په جماعت سره لمونځ وکړي، نو هغه لمونځ یې په کور یا بازار کې د لمانځه څخه څه د پاسه شل ځلې غوره دی. بیا یې د دې لامل بیان کړ، هغه دا چې یو سړی کله اودس وکړي؛ بشپړ او ښایسه اودس وکړي، بیا جومات ته ووځي، د لمانځه پرته یې بل څه نه راوباسي، نو هیڅ قدم نه اخلي مګر دا چې یوه مرتبه او درجه یې پرې لوړیږي او یوه ګناه ترې لرې کیږي. نو کله چې جومات ته ننوځي او د لمانځه په انتظار کې کېني، نو د لمانځه اجر او ثواب ورکول کیږي تر څو چې دی د لمانځه انتظار باسي، او ملاېکې ورته تر هغه دعا کوي چې د لمانځه په ځای کې ناست وي، وایي: "اللهم اغفر له، اللهم ارحمه، اللهم تُبْ عليه" "ای الله بښنه ورته وکړه، ای الله رحم پرې وکړه، ای الله توبه یې قبوله کړه" تر هغه ورته دا دعا کوي تر څو یې چې اودس نه وي مات کړی یا یې داسې کوم کار نه وي کړی چې خلک او یا ملاېکې پرې ازاریږي.