له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ړوند سړی راغی او ورته یې وویل: اې د الله رسوله، زه څوک نلرم چې لاس نیولی مې جومات ته راولي، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې غوښتنه وکړه چې په کور کې د لمانځه کولو اجازه ورکړي، نو اجازه یې ورکړه، کله چې روان شو غږ یې پسې وکړ، ورته یې وویل: " آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه). صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ړوند سړی راغی ورته یې وویل: اې د الله رسوله، ما سره څوک نشته چې مرسته راسره وکړي او د پنځه وخته لمانځه لپاره مې لاس نیولی جومات ته راولي، غوښتل یې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړي تر څو جماعت پریږدي (او په کور کې لمونځ وکړي) نو اجازه یې ورکړه، کله چې روان شو ورغږ یې کړ او ورته یې وویل: آیا ته د لمانځه لپاره اذان اورې؟ هغه وویل: هو، نو ورته یې وویل: کله چې بلونکی (موذن) د لمانځه بلنه درکړي، نو بلنه یې ومنه.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په جماعت سره د لمانځه کولو وجوب، ځکه چې رخصت یوازې له لازم او واجب شي څخه وي.
  • د هغه دا وینا چې: "اجابت وکړه" پدې دلالت کوي چې هغه څوک چې اذان اوري نو په جماعت سره لمونځ کول پرې واجب دي، ځکه چې امر په اصل کې د وجوب لپاره دی.