رسول الله صلی الله علیه وسلم هر هغه څوک چې هوږه او یا پیاز وخوري جومات ته له تلو څخه منع کړی دی، تر څو خپل هغه وروڼه په بدبویۍ سره ونه ازاروي چې جومات ته د جماعت لپاره راغلي دي، جومات د تللو په اړه دا ممانعت تنزیهي دی، نه دا چې دا خواړه ناروا دي، ځکه چې دا مباح خوراکونه دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه کټوۍ راوړل شوه چې سبزیجات پکې وو، نو کله یې چې بوی کړل او د هغه څه په اړه خبر ورکړ شو چې په کټوۍ کې دي نو له خوړلو یې انکار وکړ او خپلو نورو ملګرو ته یې د خوړلو لپاره وړاندې کړل، نو هغه هم د ده پسې د اقتدا له مخې له خوړلو کرکه وکړه، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولېده ویې فرمایل: وخوره؛ ځکه چې زه له ملاېکو سره په وحي ملاقات کوم. او رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې ملاېکې د بد بوی له امله داسې ازاریږي لکه څنګه چې بنی آدم ازاریږي.