یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمونځ وکړ، بیا یې پوښتنه وکړه چې: آیا فلانی زموږ دې لمانځه ته حاضر شوی دی؟ صحابه و وویل: نه. بیا یې وویل: آیا فلانی حاضر دی؟ یو بل کس یې وښود، هغوی وویل: نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقینا چې د سهار او ماخوستن لمونځونه په ټولو لمونځونو کې پر منافقانو زیات درانده لمونځونه دي؛ چې په دواړو کې پرې تمبلي غالبه وي، او ځکه چې کمه ریا پکې کیږي، ځکه چې په تیاره کې نه لیدل کیږي. او ای مؤمنانو! که چېرته پوهېدلئ چې د سهار او ماخوستن په لمونځونو کې څومره زیات اجر او ثواب دی- ځکه چې زیات اجر د سختۍ په اندازه وي - نو تاسو به ورته راغلي وئ که څه هم په سینه راڅښېدلئ او یا په خاپوړو راتلئ. او یقینا چې امام ته د نږیوالي له امله لومړی صف داسې دی لکه د ملائکو صف چې الله تعالی ته نږدې وي، او که مؤمنان د لومړي صف په فضیلت پوهېدلی نو یو له بل سره به یې پکې سیالي کړې وه. د یو سړي لمونځ له بل سړي سره (په جماعت) د هغه د لمانځه څخه ډېر اجر او تاثیر لري چې یوازې یې وکړي، او له دوو سړیو سره یې (په جماعت) لمونځ له یو سړي سره د لمانځه کولو څخه غوره دی، او په کوم لمانځه کې چې لمونځ کوونکي زیات وي، نو هغه لمونځ الله تعالی ته محبوب او غوره وي.