explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته - چې د عبادت، علم او نورو نېکو مقاصدو لپاره هر وخت جومات ته ځي - د الله جل جلاله لخوا په جنت کې د ځای ناستي او میلمستیا زیری ورکوي؛ هغه که د ورځې په سر کې وي او یا په پای کې، هر مهال چې جومات ته ځي؛ که شپه وي او یا ورځ.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • جومات ته د تللو فضیلت او هلته په جماعت سره د لمانځه ادا کولو ته هڅونه، نو څوک چې جومات نه ځي؛ څومره زیات خېر، فضیلت، اجر او هغه میلمستیا له لاسه ورکوي چې الله تعالی یې د هغه کور ته د تلونکو لپاره چمتو کوي.
  • کله چې خلک د هغه چا عزت کوي چې کورونو ته یې ورځي او خواړه ورته چمتو کوي، نو الله تعالی خو د مخلوقاتو نه ډېر عزتمن دی! نو څوک یې چې کور ته ورشي عزت به یې وکړي او د ځای ناستې او میلمستیا لپاره به ورته لوی ځایونه چمتو کړي.
  • جوماتونو ته پر تګ خوښي او خوشحالي؛ ځکه چې هر سهار یا ماښام ورته د استوګنې لپاره ځایونه چمتو کیږي، هر سهار او ماښام د سفرونو د شمېر په اندازه.