ابن عباس رضي الله عنهما خبر ورکوي چې هغه کوچنی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: زه تاته یو څه کارونه او شیان درښایم چې الله تعالی به پرې ګټه دروسوي: الله - تعالی - په یاد لره د هغه د اوامرو په ساتلو او له منهیاتو څخه یې په ځان ژغورلو سره، داسې چې په اطاعت او عبادت کې دې ومومي او په نافرمانۍ او ګناهونو کې دې ونه مومي، كه چېرته دې داسې وكړل، نو بدل به دې دا وي چې الله تعالی به دې د دنيا او آخرت له سختیو وساتي او په هر ځای کې چې یې نو په چارو کې به دې درسره مرسته وکړي. او کله دې چې څه غوښتل نو یوازې له الله جل جلاله یې وغواړه، ځکه یوازې هغه - ذات دی چې - سوال کوونکو ته ځواب ورکوي (دعا یې قبلوي). او که مرسته غواړې نو یوازې له الله تعالی نه مرسته وغواړه. او باید دا باور ولرې چي که د ځمكې ټول خلک تاته د ګټې رسولو لپاره راغونډ شي، تاته هېڅ ګټه لاسته نه درځي مګر هغه چې الله - جل جلاله - درته لیکلې ده، او که د ځمکې ټول خلک تاته د ضرر رسولو لپاره راغونډ شي، نو تاته به هېڅ ضرر ونه رسیږي مګر هغه چې الله تعالی درته لیکلی دی. او دا چې دا کار د الله پاک لخوا د هغه د حکمت او پوهې له مخې ټاکل شوی دی، او د الله جل جلاله حکم لره هېڅ بدلون نشته.