explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله پاک د ځمکې او آسمانونو له پیدایښت څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو د تقدیر په اړه هر هغه څه په تفصیل سره په لوح محفوظ کې لیکلي دي چې پیښیږي به: لکه ژوند، مرګ، رزق او داسې نور، او دا د هغه تقدیر سره سم ترسره کېدونکي دي لکه څرنګه یې چې الله تعالی پریکړه کړې ده. هرڅه چې شتون مومي نو هغه د الله تعالی د پریکړې او تقدیر سره سم کیږي. نو هغه څه چې بنده ته رسیدونکي دي هیڅکله به ترې خطا نه شي، او هغه څه چې ورته رسیدونکي ندي، هیڅکله به ور ونه رسیږي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په قضا او قدر د ایمان فرضیت.
  • تقدیر د شیانو په اړه د الله تعالی له پوهې، لیکلو، ارادې، او د هغوی له پیدا کولو څخه عبارت دی.
  • پدې ایمان چې تقدیرونه د اسمانونو او ځمکې له پیدایښت څخه مخکې لیکل شوي دا ثمره زیږوي چې انسان پرې راضي شي او تقدیر ته تسلیم شي.
  • دا چې د رحمن ذات عرش د ځمکې او آسمانونو له پېدایښت څخه وړاندې د اوبو له پاسه و.