عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما وايي: ما به هر هغه څه لیکل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدل، تر څو یې له یادو زده کړم، خو د قریشو ځینو سړیو زه منع کړم. او ویې وییل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم انسان دی؛ د خوښۍ او غصې په حالت کې خبرې کوي او کله خطا کیږي هم، نو ما لیکل بند کړل. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مې د دوی له وینا څخه خبر کړ، هغه خپلې خولې ته په خپلې ګوتې سره اشاره وکړه او ویې وییل چې: لیکه: په هغه ذات قسم چې زما روح د هغه په لاس کې دی، چې په هر حالت کې ترې له حق پرته بل څه نه راوځي؛ د خوښۍ او غصې دواړو حالتونو کې. په داسې حال کې چې الله تعالی د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه فرمایلي دي: ﴿وَمَا یَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰۤ * إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡیࣱ یُوحَىٰ﴾ [النجم ٣-٤]. (او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. ندى دا (قرآن) مګر وحې چې (ده ته) وحې کېږي).