explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کوي چې د هغه لخوا دې خلکو ته د کتاب او سنت علم ورسول شي، که لږ هم وي لکه د قرآن یو آیت یا یو حدیث، پدې شرط چې رسوونکی خپله پر هغه څه پوه شي چې خلکو ته یې رسوي او بلنه ورته کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم واضحه کړه چې پدې کې کوم باک نشته چې د بني اسرائیلو په حق کې د هغه څه په اړه وغږیږئ چې هغوی ته پېښ شوي دي پدې شرط چې زمونږ د شریعت سره په ټکر کې نه وي. بیا یې پر هغه د دروغ ویلو په اړه خبرداری ورکړ، او هغه څوک چې په قصدي توګه پر هغه دروغ ووایي، نو د ځان لپاره دې په اور کې ځای ونیسي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د الله په دین کې تبلیغ ته هڅول، او دا چې یو څوک باید هغه څه نورو ته ورسوي چې حفظ کړي یې دي او پرې پوه شوی دی، اګر که لږ هم وي.
  • د دیني علم د زده کړې وجوب؛ تر څو په سمه توګه د الله تعالی عبادت وکړي او شریعت یې خلکو ته ورسوي.
  • د حدیث له صحت څخه د ځان ډاډمنولو اړتیا؛ مخکې لدې چې خلکو ته یې ورسوي او یا یې خپور کړي، تر څو دې سخت ګواښ کې شامل نه شي.
  • په خبرو کې په ریښتینولۍ ټینګار او له احتیاط څخه کار اخیستل، تر څو په دروغو کې واقع نه شي، په ځانګړې توګه د الله تعالی په شریعت کې.