رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې داسې زمانه را نږدې شوې ده چې د خلکو یوه ډله به ناسته وي او یو تن به یې پر خپل بستر تکیه وهلي وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث به ورته ورسیږي، نو وایې به: هغه څه چې زمونږ او ستاسو ترمنځه په چارو کې پریکړه کوي هغه قرآن کریم دی او دا زموږ لپاره کافي دی، نو څه مو چې پکې حلال وموندل عمل پرې کوو، او څه مو چې پکې له حرامو وموندل ځان ترې ژغورو. بیا رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا خبره جوته کړه چې هر هغه شی چې هغه حرام کړی وي او یا یې په خپلو سنتو کې له هغه څخه منعه فرمایلي وي نو هغه په حکم کې داسې دی لکه الله جل جلاله چې په خپل کتاب کې حرام کړی وي؛ ځکه چې هغه د خپل رب له طرفه - پیغام - رسوونکی دی.