له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په دولس غزاګانو کې ګډون کړی دی، فرمایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څلور (خبرې) اورېدلي دي چې زما خوښې شوي دي هغه فرمایلي دي: «ښځه دې د دوو ورځو په اندازه سفر نه کوي، پرته له دې چې خاوند يا محرم ورسره وي، بل یې دوه روژې منع کړي دي چې یوه یې د کوچني او بله د لوی اختر په ورځو کې روژه نیول دي او دا چې د سهار د لمانځه څخه وروسته لمونځ نشته تر دې چې لمر راوخیژي او د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته تر دې چې لمر ولویږي، او دا چې له درېیو جوماتونو پرته په سفر مه ځئ چې هغه: مسجد الحرام، بیت المقدس او زما دغه جومات دی». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو کارونو منعه کړې ده: لومړی: د ښځې له خاوند او محرم پرته د دوو ورځو له سفر څخه ممانعت. او محرم یې هغه خپلوان دي چې دا پرې د تل لپاره حرامه شوې ده، لکه زوی، پلار، وراره، خوره ئې، تره، ماما او داسې نور. دويم: د کوچني او لوی اختر په ورځ د روژې نیولو ممانعت ، برابره ده كه مسلمان یې د نذر، نفل او يا كفارې له مخې روژه ونیسي. دریم: د مازدیګر له لمانځه وروسته تر لمر پرېوتو پورې د نفلي لمانځه څخه ممانعت، همدا رنګه د سهار له راختلو (له لمانځه) وروسته تر دې چې لمر راوخیژي. څلورم: کوم ځای ته سفر کول او د هغه ځای د حرمت عقیده ساتل، یا دا چې نیکۍ پکې څو برابره کیږي حرام دي پرته لدې دریو جوماتو نو څخه، نو لدې پرته نورو ځایونو ته د لمانځه لپاره د سفر په موخه کډې نه تړل کیږي، ځکه لدې دریو جوماتونو پرته په نورو ځایونو کې ثواب نه څو چنده کیږي؛ هغه درې جوماتونه مسجد الحرام، نبوي مسجد او د الأقصی جومات دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د ښځې لپاره له محرم پرته سفر کول روا نه دي.
  • ښځه په سفر کي دښځي لپاره محرم نه ده؛ ځکه هغه فرمایلي: "میړه یا محرم یې".
  • هر هغه څه ته چې سفر ویل کیږي د ښځې لپاره له خاوند او محرم پرته حرام دی. او دا حدیث د پوښتونکي حالت ته او ځای ته په لیدو بیان شوی و.
  • د ښځې محرم د هغې میړه یا هغه څوک دی چې له هغه سره د دایمي اړیکې له امله واده کول حرام وي، لکه: پلار، زوی، تره، ماما، یا د رضاعت له امله لکه: رضاعي پلار، رضاعي تره، یا د خسر کېدو له امله لکه: د خاوند پلار. او بايد چې (محرم) مسلمان، بالغ، عاقل د باور وړ او امانتدار وي، ځکه له محرم څخه مقصد د ښځې ملاتړ، ساتنه او د چارو سمبالول دي.
  • د ښځې ملاتړ او ساتنې ته د اسلامي شریعت پاملرنه.
  • د سهار او مازدیګر له لمونځونو وروسته مطلق نفلي لمونځ صحيح نه دی، لدې د فرضي لمونځونو راګرځول او سببي لمونځونه مستثنا دي لکه: تحیة المسجد او داسې نور.
  • د لمر له راختلو سمدستي وروسته لمونځ کول حرام دي، بلکې بايد د نېزې په اندازه لمر راپورته شي چې نږدې له لسو دقيقو څخه تر یو پاو پورې کیږي.
  • د مازدیګر وخت تر لمر پرېوتو پورې غځیږي.
  • (د دې حدیث له مخې) درېو جوماتونو ته تګ روا دی.
  • د دریو جوماتونو فضیلت او په نورو یې غوره والی.
  • د قبرونو د زيارت په موخه سفر کول روا نه دي که څه هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر وي، البته د هغه چا لپاره یې زيارت کول روا دي چې په مدينه کې وي او يا دا چې د کوم شرعي او یا روا غرض لپاره ورغلی وي.