explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دنیا او څه چې په دنیا کې دي هغه څه دي چې د یو څه وخت لپاره ترې خوند اخیستل کیږي بیا له منځه ځي او دا چې تر ټولو غوره متاع یې صالحه مېرمن ده، کله چې ورته وګوري خوشحالیږي، او کله چې ورته امر وکړي اطاعت یې کوي، او کله چې ترې لرې وي نو په خپل ځان او د هغه په مال کې ترې ساتنه کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د دې دنیا له پاکیزه څیزونو څخه د خوند اخیستلو جواز؛ هغه چې الله جل جلاله ترې خوند اخیستل روا کړي وي پرته له اسراف او تکبر څخه.
  • د صالحې میرمنې غوره کولو ته هڅونه؛ ځکه چې د خاوند لپاره مرستندویه ده چې د خپل رب اطاعت وکړي.
  • د دنیا تر ټولو ښه متاع هغه ده چې د الله جل جلاله اطاعت پکې وي او یا د الله جل جلاله د اطاعت لپاره مرستندویه وي.