رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړه له خپلې مېرمنې سره له دومره کرکې کولو منع کړی چې له هغې سره د ظلم کولو، د هغې د پرېښودلو او له هغې څخه د مخ اړولو لامل ګرځي. انسان له نيمګړتيا سره پيدا شوی، نو که د هغې یو خوی یې نه خوښېده، بل نیک خوی به پکې ومومي چې د ده په مزاج برابر وي او پرې خوښ شي، او کوم بد خوی یې چې نه خوښېده په هغه به صبر کوي، نو صبر کول یې اړباسي دومره کرکه ترې ونه کړي چې له امله یې ترې جلا شي.