رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې ښځې په اړه خبردارى ورکړى چې د سرپرستانو له اجازې پرته چاته ځان واده کړي، او دا چې نکاح یې باطله ده، هغه دا خبره درې ځلې تکرار کړه، لکه بیخي چې شوي نه وي. نو که چېرته یې خاوند ورسره د سرپرست له اجازې پرته یو ځای شوی و، نو دا چې د شرمګاه له لارې یې ورسره کوروالی کړی دی، پوره مهر به ورکوي. بیا که چېرته سرپرستانو د سرپرستۍ د عقد په اړه سره خپلو کې شخړه کول - چې ټول ورته یو برابر نږدې وو- نو عقد د هغه چا دی چې له دوی څخه لومړی ورمخکې شوی وي او د ښځې مصلحت پکې وي، او که چیرته یې سرپرست له ودولو انکار کاوه، نو دا داسې ده لکه سرپرست چې نه لري؛ پدې حالت کې به یې پادشاه یا قاضي او داسې نور سرپرستان وي، که نه نو د سرپرست په شتون کې پادشاه د سرپرستۍ حق نه لري.