explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د ښځې نکاح تر هغه وخته پورې نه صحیح کیږي چې سرپرست یې د نکاح تړون ترسره کړی نه وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د نكاح د صحت لپاره سرپرست شرط دى، نو كه چېرته له سرپرست پرته ترسره شي او يا ښځه ځان په نكاح كې وركړي، نو نكاح صحيح نده.
  • سرپرست ښځې ته تر ټولو نږدې سړی وي، نو لرې سرپرست نه شي کولی چې د نږدې سرپرست په شتون کې ښځه چاته په نکاح ورکړي.
  • ولي یا سرپرست باید پدې شرطونو برابر وي چې: مکلف وي، نر وي، دومره هوښیار وي چې د نکاح په ګټو وپوهېږي د ولي او د چا سرپرستي چې کوي باید دواړه په یو دین وي، نو په چا کې چې دا صفتونه نه وي هغه د دې وړ نه دی چې د نکاح په تړون کې سرپرستي وکړي.