عبد الله بن عباس رضي الله عنهما عطاء بن ابی رباح ته وویل: آیا یوه جنتۍ ښځه در ونه ښیم؟ عطا وویل: ولې نه، ویې ویل: دا توره حبشۍ ښځه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، ویې ویل: زه ناروغي لرم او بې هوښه کېږم، او زما د بدن څخه یوه برخه لوڅېږي حال دا چې زه نه پوهېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې ما روغه کړي، هغه وفرمایل: که وغواړې صبر وکړه او ستا لپاره به جنت وي، او که غواړې له الله تعالی څخه به سوال وکړم چې روغه دې کړي، هغې وویل: صبر به وکړم، بیا یې وویل: نو له الله تعالی څخه وغواړه چې د بې هوښۍ پر مهال بربنډه نه شم، نو له الله تعالی څخه یې ورته وغوښته.