یو تابعي چې مالک بن اوس دی وایې چې له هغه سره د سرو زرو دینارونه وو او غوښتل یې چې د سپینو زرو په درهمو یې بدل کړي، نو طلحة بن عبید الله رضي الله عنه ورته وویل: خپل دینارونه دې موږ ته راکړه چې ویې ګورم! بیا یې چې کله د اخیستلو اراده وکړه نو ورته یې وویل: کله چې زموږ خادم راغی بیا راشه چې د سپینو زرو دینارونه درکړم، دا په داسې حال کې چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه په مجلس کې حاضر و، نو دا ډول راکړه ورکړه یې بده وګڼله، او طلحه ته یې قسم ورکړ چې سپین زر همدا اوس ورکړي او یا یې بېرته خپل هغه سره زر ورکړي چې ترې اخیستي یې وو، او د دې لامل یې داسې بیان کړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د سرو زرو په بدل کې د سپينو زرو خرڅول او یا برعکس راکړه ورکړه باید لاس په لاس وشي، او دا ورکړه باېد سود او باطله بیعه وي، نو سره زر په سپینو زرو او سپین زر په سرو زرو خرڅول روا نه دي مګر دا چې لاس په لاس وي او له یو بل څخه یې سملاسي تر لاسه کړي، همدا رنګه اوړه په اوړو، غنم په غنمو ، وربشې په وربشو ، خرما په خرما نه خرڅېږي مګر دا چې سره په وزن او پيمانه کې برابر وي، او دا راکړه ورکړه باید لاس په لاس تر سره شي، له دې شیانو څخه هېڅ شی داسې نه خرڅېږي چې یو یې حاضر او بل یې په نېټه وي، همدارنګه مخکې له دې به سره پلورونکی او پېرونکی نه جلا کېږي چې جنس یې تر لاسه کړی نه وي.