رسول الله ﷺ په شپږو مشهورو ربوي ډولونو کې د صحيحې او مشروعې معاملې طريقه څرګنده کړې ده، دا شپږ توکي عبارت دي له: سره زر، سپين زر، غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو کله چې معامله د يو ډول په يو ډول وي لکه: سره زر په سرو زرو، يا خرما په خرما نو رسول الله ﷺ ورته دوه شرطونه اېښودلي دي: لومړی: که چېرې شي موزون وي(تلل کېږي) لکه سره زر او سپین زر، نو باید په وزن کې سره برابر وي، او که مکیل وي (پېمانه کېږي) لکه غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو باید په پیمانه کې سره برابر وي. دویم دا چې: پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال ترلاسه کړي او دا کار باید د پلور (معاملې) په مجلس کې وشي. نو که دا ډولونه یو له بله مختلف شول، لکه د سرو زرو پلور په سپینو زرو، یا د خرما پلور په غنمو، نو بيعه جواز لري، خو پدې شرط چې پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال (جنس) د معاملې په مجلس کې ترلاسه کړي؛ که نه، نو دا بيع باطله ده او پلورونکی او پېرودونکی دواړه په حرام سود (ربا) کې اخته شوي دي.