ثابت بن قیس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نادرکه شو نو په اړه یې پوښتنه وکړه، یو سړي وویل: زه به یې درته خبر او د غیبېدو لامل پیدا کړم، نو هغه ته ورغی پداسې حال کې یې وموند چې خفه و سر یې ښکته کړی و او په کور کې و، نو پوښتنه یې ترې وکړه چې: څه حال دې دی؟ نو ثابت د هغه شر په اړه خبر ورکړ چې دی پکې و؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له غږ څخه یې غږ پورته کاوه، پداسې حال کې چې الله جل جلاله هغه څوک په عمل بربادولو سره ګواښلی چې دا کار کوي، او دا چې دی له دوزخیانو څخه دی! نو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروګرځېده او پدې اړه یې خبر ورکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې بېرته ثابت ته وروګرځي او زیری ورکړي چې هغه له دوزخیانو څخه نه بلکې له جنتیانو څخه دی، ځکه چې د هغه غږ پیدایشي لوړ و، او ځکه چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ویونکی و او همدا رنګه د انصارو خطیب و.