له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغه د حجر الأسود خواته لاړ او هغه یې ښکَل کړ، بیا یې وویل:
زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکل کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې».
صحيح دی - متفق علیه دی
امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه د کعبې په زاویه کې حجر الأسود ته ورغی او ښکَل یې کړ، بیا یې وویل: «زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه ته زیان رسولی شي او نه ګټه، که چېرې ما رسول ﷺ نه وای لیدلي چې ته یې ښکَل کړې یې ما به ته نه وي ښکل کړې.
د حجر الأسود له ښکلولو موخه دا ده چې د رسول الله ﷺ د عمل پیروي وشي.
نووي وایي: مطلب یې دا دی چې ډبره پخپله نه توان لري چې ګټه ورسوي او یا زیان، او دا یوه مخلوق ډبره ده لکه د نورو مخلوقاتو، چې نه ګټه لري او نه زیان، عمر رضي الله عنه دا خبره په موسم (حج کې) په ډاګه کړه، څو په مختلفو سیمو کې خلک خبر شي او د موسم خلک ترې دا خبره زده کړي.
عبادتونه توقیفي دي؛ یعنې یوازې هغه عبادتونه جواز لري چې الله تعالی او د هغه رسول ﷺ یې اجازه ورکړې وي.
کله چې عبادت صحيح وي عمل پرې کېږي، که څه هم حکمت یې معلوم نه وي؛ ځکه د هغې د ترسره کولو له لارې د خلکو اطاعت او پیروي هم د مقصود حکمت یوه برخه ده.
د هغه څه د ښکلولو ممانعت چې شریعت کې یې د ښکلولو یادونه نه وي شوي لکه ډبرې او نور شيان.