د البراء رضی الله عنه څخه روایت دی چې: له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه د انصارو په اړه فرمایلي: «له دوى سره له مؤمن پرته بل څوک محبت نه کوي او له منافق پرته بل څوک له دوى سره دښمني نه كوي، څوک چې له دوى سره مينه وكړي، الله به ورسره مينه وكړي. او څوک چې " له دوی څخه نفرت وکړي، نو الله تعالی به پرې غضب نازل کړي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې د مدينې له انصارو سره مينه د کامل ايمان نښه ده. دا د اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ملاتړ او مسلمانانو ته په پناه ورکولو کې د دوی د مخکښۍ له امله، او د الله لپاره د دوی مال او ژوند قرباني کول او له دوی څخه کرکه کول د منافقت نښه ده. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: څوک چې له انصارو سره مينه کوي، الله جل جلاله به ورسره مينه وکړي او چا چې له دوى سره دښمني وکړه نو الله جل جلاله به ورسره دښمني وکړي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • پدې کې د انصارو لویه مرتبه ده ، ځکه چې له دوی سره مینه د ایمان نښه او له منافقت څخه خلاصون دی.
  • د الله جل جلاله د اولیاوو سره مینه د دې لامل ګرځي چې د بنده سره د الله جل جلاله مینه پيدا شي.
  • په اسلام کې د لومړیو مخکښانو فضیلت.