مسلمانانو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې او له هغه وروسته د خلفاوو راشدینو په دوره کې د کوچنیانو او بوډاګانو له خوا د یو صاع خوراک په اندازه د فطر صدقه ورکوله. د هغوی خواړه وربشې، ممیز، کورت او خرما وې. د یوه صاع اندازه څلور امداد ده او یو مد د معتدل سړي د لاسونو د ډکوالي سره برابر دی (لپه). کله چې معاويه رضي الله عنه د خليفه په حیث مدينې ته راغی او شامي غنم زیات شوي وو نو ویې فرمایل: زما په اند د شام دوه لپې غنم (نیم صاع) د خرماوو د یو صاع سره برابر دي، نو خلکو یې په وینا عمل وکړ. ابو سعید الخدري رضي الله عنه وویل: زه چې یم نو څنګه مې چې پخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې سرسایه ورکوله په همغه اندازه یې له دې وروسته هم ورکوم، تر څو چې ژوندی یم.