رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته سبا ورځ د خیبر پر یهودانو د مسلمانانو د بریا خبر ورکړ، د یوه سړي په لاس چې بیرغ به ورکوي، هغه بیرغ چې لښکر به یې د ځان لپاره نښانه ګرځوي، او د ده سړي له صفتونو څخه یو دا دی چې د الله او رسول سره یې مینه لري او الله او رسول یې هم ورسره مینه لري، نو صحابه کرامو شپه په بحث او خبرو تېره کړه چې بیرغ به چا ته ورکول کېږي؟ د دې ستر ویاړ په هیله، کله چې سهار شو نو دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل، ټولو هېله درلوده چې دا لوی شرف وګټي، نو هغه صلی الله علیه وسلم د علي بن ابي طالب رضي الله عنه پوښتنه وکړه ؟ ورته وویل شول: ناروغ دی او له سترګو نه شکایت کوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورپسې خلک ورولیږل او رایې ووست، نو خپلې مبارکې لیاړې یې د هغه په سترګو کې تو کړې او دعا یې ورته وکړه، نو داسې له ناروغۍ څخه روغ شو لکه بیخي چې ناروغ شوی نه وي، نو بېرغ یې ورکړ، او سپارښتنه یې ورته وکړه چې په نرمۍ سره حرکت وکړي تر دې چې د دښمن قلعې ته ورسیږي، نو په اسلام کې د داخیلېدو وړاندیز دې ورته وکړي، که وړاندیز یې ومنلو بیا دې د هغو فرایضو په اړه خبر ورکړي چې کول یې په هغوی لازم دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم علي رضي الله عنه ته د دعوت فضیلت بیان کړ، او دا چې یو بلونکی کله د یو چا د هدایت سبب شي نو دا ورته د سرو اوښانو نه غوره ده، کوم چې د عربو تر ټولو ارزښتمن مالونه دي، نو داسې به شي لکه دا یې چې خاوند وي او یا یې د الله په لار کې خیرات کړي وي.