له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر او عمر په اړه وفرمایل: «هذان سَيِّدا كُهُول أهل الجنة من الأوَّلِين والآخِرين إلا النبيِّين والمرسلين». «دا دواړه له انبیاوو او رسولانو پرته د پخوانیو او وروستنیو بوډاګانو (سپین ږیرو) جنتیانو سرداران دي». صحيح دی - الترمذي روایت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې ابوبکر او عمر رضي الله عنهما له انبیاوو وروسته د بشریت تر ټولو غوره خلک دي، او تر ټولو بهتر دي چې له انبیاوو او پېغمبرانو وروسته جنت ته داخلېږي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • ابوبکر او عمر رضی الله عنهما له پیغمبرانو او رسولانو وروسته غوره خلک دي.
  • په جنت کې بوډاوالی نشته، څوک چې ورننوځي هغوی به درې دیرش کلن وي، نو له حدیث څخه مطلب دا دی چې دوی به د هغه چا سرداران وي چې په دنیا کې په بوډاوالي کې مړه شوي دي، یادا چې مراد ترې د دې حدیث پر مهال د دوی دنیوي حالت دی.