له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې استنجا کوله. صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

انس بن مالک رضي الله عنه وایي چې هغه او د هغه په څېر یو بل هلک چې عمر یې ده ته ورته و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې ګرځېدل، نو کله به چې د حاجت رفع کولو لپاره ووت، دوي دواړو به ورسره امسا ګرځوله چې لکه د نېزې د نوک په څېر ښاښونه یې درلودل، تر څو یې د ځان لپاره پرده کړي او یا یې د لمانځه پر مهال ستره کړي او دوي به ورسره د اوبو ډک یو کوچنی څرمني لوښی هم ګرځاوه، نو کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت له رفع کولو فارغ شو، نو یو له دوي څخه به هغه لوښی ورکړ او په اوبو به یې استنجا وکړه.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • مسلمان د حاجت (قضاء حاجت) پر وخت له ځان سره د طهارت لپاره اوبه یا د پاکېدو سامان تیار ساتي؛ ترڅو داسې ونه شي چې بیا د پورته کېدو اړتیا پیدا شي او ځان یا ځای ککړ شي.
  • د حاجت رفع کولو پر مهال باید د خلکو د نظر په وړاندې د عورت ساتنه وشي؛ ځکه عورت ته کتل حرام دي، نو هغه به امسا په ځمکه کې چوخ کړه او یوه پرده به یې پرې وځړوله.
  • اولادونو ته اسلامي آداب ورزده کول او هغوی پرې روزل؛ تر څو یې یو بل ته په میراث پرېږدي.