explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به زیاتره مسواک واهه او امر به یې پرې کاوه، او په ځینو وختونو کې به یې پرې تاکید کاوه لکه: د شپې تهجدو ته پاڅېدل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به مسواک واهه او خپله خوله به یې پاکوله.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د شپې له خوبه وروسته په مسواک وهلو ټېنګار، ځکه چې د شپې له خوب سره د خولې بوی بدلیږي او مسواک د پاکولو وسیله ده.
  • د مخکنۍ معنا پر بنا هر ځل د خولې د بدبویۍ پر مهال د مسواک پر وهلو ټینګار.
  • په ټولیزه توګه د پاکوالي مشروعیت، او دا چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو یوه برخه او یو عالي ادب دی.
  • مسواک وهل ټولې خولې ته شاملیږي لکه: غاښونه، ورۍ او ژبه.
  • مسواک د اراک یا بلې ونې څخه پرې شوی لرګی دی چې د خولې او غاښونو د پاکولو، د خولې تازه کولو او بد بویۍ د لرې کولو لپاره کارول کیږي.