له شريح بن هاني څخه روايت دی وايي چې: له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د حالاتو او د هغه د سنتو عملي کولو ته د تابعینو د لیوالتیا بیانول، تر څو یې پيروي وکړي.
علم باید له علماوو او هغه چا څخه واخیستل شي چې زیات پوهېږي، لکه څنګه چې له عاېشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حالت په اړه پوښتنه وشوه، کله به چې کور ته ننوت.
له خپلې کورنۍ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نیک برخورد، چې خپله خوله به یې کور ته د ننوتو پر مهال پاکوله.