explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د اراک ونې په لرګي سره د غاښونو مسواکول خوله له ګنده کېدو او بد بویۍ څخه پاکوي. او دا له بنده څخه د الله تعالی د راضي کېدو یو لامل دی؛ ځکه چې پدې سره د الله تعالی اطاعت او د هغه امر پر ځای کیږي او همدارانګه پدې کې پاکوالی دی چې الله تعالی یې خوښوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د مسواک فضیلت او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت دې ته وهڅول چې ډېره استفاده ترې وکړي.
  • په مسواک وهلو کې غوره دا ده چې د اراک د ونې لرګي وکارول شي، او د برس او کریم کارول یې ځای نیسي.