د ام المؤمنین بي بي عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې: کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت د رفع کولو له ځای څخه راووت نو: «غُفْرَانَكَ» به یې ویل، یعنې اې ربه ماته بخښنه وکړه.
صحيح دی - ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله د حاجت رفع کولو له ځای څخه راووت نو ویل به یې: اې الله! زه ستا نه (ستا د بخښنې) سوال کوم.
د حديث له ګټو څخه
د حاجت د رفع کولو له ځای څخه د راوتلو پر مهال د "غُفرانَك" ویل مستحب دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر حالت کې له الله تعالی څخه بخښنه غوښتله.
د حاجت رفع کولو نه وروسته د بخښنې غوښتلو د سبب په اړه ویل شوي چې: تر څو د الله تعالی د شکر په ادا کولو کې تقصیر ونه شي، له دې نعمتونو څخه یې یو له بدن څخه د هغه څه راوتل دي چې انسان ته ضرر لري، او یا دا چې د هغه څه په اړه بخښنه غواړم چې ستا له ذکر څخه د حاجت رفع کولو پر مهال بوخت شوم.