له ابو قتادة-رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې آداب بیان کړل: چې یو سړی دې د تشو متیازو کولو پر مهال خپله تناسلې آله په ښي لاس کې نه نیسي، او نه دې په ښي لاس د تناسلي آلې يا مقعد څخه نجاست لرې کوي، ځکه چې ښي لاس د نیکو کارونو لپاره چمتو شوی دی، همدارنګه یې لدې څخه منع فرمایلې ده چې د څښاک په لوښي کې د څښلو پر مهال ساه واخیستل شي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په آدابو او پاکوالي کې د اسلام لومړیتوب.
  • د ناپاکو څیزونو څخه ډډه کول، که اړ و چې باید دا کار وکړي، نو په چپ لاس دې وکړي.
  • پر چپ لاس د ښي لاس د عزت او فضیلت بیانول.
  • د اسلامي شريعت بشپړتیا او د هغه د تعليماتو هر اړخیزوالی.